IQNA

د پرتګال په پارلیمان کې د مسلمانو ښځولپاره د سکارف په  اچولو بندیز تصویب کړ

15:52 - October 18, 2025
د خبر لمبر: 3491880
ایکنا – د پرتګال پارلمان د یوې جنجالي  مسودې په تصویب سره، په عمومي ځایونو کې د مخ پوښلو لکه «برقعه» او سکارف او «نقاب» ممنوع اعلان کړ؛داسې  ګام چې ډېري کسانو  پرې نیوکې کړي دي.

 ایکنا  د رویټرز له قوله راپور راکړی، د پرتګال پارلمان  یوه مسوده تصویب کړې چې د «جنسیتي یا دینی  اهدافو» سره د برقعې، سکارف  یا نقاب  سره د مخ پوښلو د ممنوعیت لپاره په ډېرو عمومي فضاؤ کې چې د  زوړ پالو افراطيانو چګا ګوند له خوا ئې وړاندیز شوې ؤ  او په عمل کې د مسلمانو ښځو لخوا استعمالېدونکي برقعې او نقاب هدف ګرځوي.

د دې مسودې له مخې، هغه کسان چې په عمومي ځایونو کې دا پوښونه استعمال کړي، له ۲۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ یورو پورې له جرمانې سره مخ کیږي، او د چا مجبورول چې نقاب واغوندي، له درو کلونو بند  سزا سره مخ کېږي.

په جمعې  ورځې په  پارلماني غونډې کې، د چګا ګوند مشر د چپ ګوندونو قانون جوړوونکو څو میرمنو  سره چې د دې مسودې مخالفې وې مخ کېدل، خو دا مسوده د راسټ میانه ایتلاف په ملاتړ سره تصویب شوه په داسې حال کې چې مخ په ډیپلوماټیکوځایونو او عبادت ځایونو کې  د مخ پوښل اجازه لري.

دا قانون لا هم د بېلابېلو  دیني او ټولنیزو ډلو له خوا، په شمول د  ښځو،ډیرې  نیوکې شوي چې خپله د اروپا او په ځانګړې توګه د پرتګال په ټولنې کې له توپيره  کړیږي.

فرانسه لومړنی اروپایي هېواد ؤ  چې په ۲۰۱۱ کې د عمومي ځایونو کې د مخ د پوښلو د  ممنوعیت قانون تصویب کړ. خو د اروپائي بشري حقوقو محکمې په ۲۰۱۴ کې دا قانون رد کړ ځکه چې دا  ئې د دیني  پوښونو د آزادي خلاف معرفی کړ.

هسپانیه، پرتګال او یونان چې د اروپائي هېوادونو کې د مينځني ختیځ او شمالي افریقا هېوادونو سره تر ټولو نږدې پوله لري، تر اوسه د برقعې او نقاب د ممنوعیت قانون نه لري خو پرتګال که دا مسوده د  ولسمشر له خوا   تصویب شي، نو دا به د نورو اروپایي هېوادونو په ډلې کې چې د برقعې او روبنده مخالف دي  شامل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4311288  

captcha